په پاکستان کي افغان کډوالو د جبري ایستلو او ځورونې پر ضد نړیوالو ادارو ته شکايت کړی

په پاکستان کي مېشتو افغان کډوالو، چي ډېری ئې د امریکا او نورو هیوادونو د بیا مېشتېدو پروګرامونو ته انتظار باسي، په یوه پرانیستي لیک کي له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو بنسټونو او د کډوالو له ادارو غوښتي چي د دوی د جبري ایستلو لړۍ ودروي او د بیا مېشتېدو قضیې ئې ژر تر ژره بشپړې کړي.
په لیک کي یادونه سوې چي په وروستیو میاشتو کي د افغان کډوالو نیول، ځورول او له هیواده ایستل په بې‌ساري ډول ډېر سوي‌ او پولیسو د کورونو تالاشۍ او کډوالو د جبري ستنولو لړۍ پراخه کړې ده.
دوی زیاتوي چي د ط..البانو له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا، نړۍوالو ادارو او رسنیو سره د همکارۍ له امله د دوی ژوند له جدي خطراتو سره مخ سوی دئ.
کډوال وايي، اوس د ژوند شرایط دومره سخت سوي چي حتی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ملاتړ لیکونه هم د پاکستاني پولیسو له خوا نه منل کېږي. د ژمي په سړه هوا کي بې‌سرپناه پاتي دي.
افغان کډوالو له نړۍوالو غوښتي چي د دوی د نیوني او ایستلو لړۍ ودروي، پلان سوي الوتني دي بېرته پیل سي او د بیا مېشتېدو پروسې دي اسانه او چټکي سي. همداراز هغوی له پاکستاني چارواکو غواړي چي د افغان کډوالو سره ناوړه چلند او فشارونه پای ته ورسوي