په پاکستان کي مېشتو افغانانو، چي د امریکا د P1 او P2 کډوالۍ کېسونه لري، ولسمشر ټرمپ ته پرانیستی لیک استولی او ویلي ئې دي، چي د تېرو درېیو کلونو په جريان کي په پاکستان کي له سختو ننګونو سره مخ سوي دي. دهغوی په خبره چي د کار او زدهکړو د حقوقو څخه بې برخي سوي دي. دوی په امريکا کي د بیا مېشتېدنې په برخه کي د بشردوستانه پرېکړې غوښتنه کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه پروګرام بیا ارزونه کوي، خو وروستۍ پرېکړه تراوسه پوري نه ده سوې. دا په داسې حال کي ده چي د ټرمپ ۱۰۱ ورځې وړاندي دافغانانو د کډوالۍ پروګرام ځنډولو فرمان لاسلیک کړی، چي ورسره سم په پاکستان کي زرګونه هغه افغانان چي د امريکا د دولت سره ئې په افغانستان کي کار کړی بې سرنوشته پاته دي.