په پاکستان کي تر ۸۰۰ زیات افغان کډوال نیول سوي دي

په اسلام اباد کي د ا.ا سفارت د افغان کډوالو ډله‌ییزي نیوني ته په غبرګون کي ویلي چي هلته تر ۸۰۰ زیات افغان کډوال پاکستاني پولیسو نیولي دي.
دغه سفارت پرون پر ایکس پاڼه لیکلي چي پاکستاني پولیسو یو ځل بیا د افغان کډوالو په خپل سري نیولو لاس پوري کړی دی.
په اعلامیه کي ویل سوي چي په دغو افغان کډوالو کي ډېر یې هغه کسان هم دي چي د PoR او ACC باوري کارتونه هم لري، خو پر دې سربېره نیول سوي دي.
پاکستاني دولت له تېري یوې اوونۍ راهیسي کور په کور د افغانانو پلټنه پیل کړې ده او له یاد هیواده یې د افغان کډوالو ډله‌ییزه ایستنه پيل کړې ده.
پاکستاني پولیس افغان کډوال د ښځو او کوچنیانو سره نیسي او زندانونو ته یې په پوځي موټرونو کي لیږدوي چي په ډېر بد وضعیت کي شپې او ورځي تېروي.
که څه هم دا کار په نړیواله کچه غندل سوی خو پاکستان بیا هم له ملګرو ملتونو څخه د پيسو تر لاسه کولو په موخه دې ظلم ته دوام ورکړی.