په پاکستان کي د افغانستان سفارت وايي، افغان کډوال په هیڅ ډول سیاسي فعالیتونو کي ښکېل نه دي

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي د افغانستان سفارت د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او ځينو نورو چارواکو هغه ادعاوي رد کړي چي، ویلي یې وه، افغان کډوال په دغه هیواد کي په سیاسي فعالیتونو کي ښکېل دي.

یاد سفارت پرون شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، په یاد هیواد کي مېشت افغان کډوال په هیڅ ډول سیاسي فعالیتونو کي ښکېل نه دي او نه ئې هم په کومو جرمي پېښو کي ګډون کړی دی.

په خبرپاڼه کي د پاکستان پر حکومت ږغ سوی چي، له دا ډول ادعاوو څخه لاس واخلي، ځکه په وینا ئې، دا کار د دواړو هیوادونو ترمنځ بې باوري نوره هم زیاتوي.

دا خبرپاڼه تر هغه وروسته نشر سوه چي، تېره اوونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وویل چي، افغان کډوال په ياد هیواد کي په سیاسي فعالیتونو کي ښکېل دي او ویل کېږي په دې تور ۱۹ تنه افغانان هم نیول سوي دي