په تورخم کي سرچینو ویلي، د نومبر له ۲۳مي راهیسي له پنجاب څخه د صادراتي توکو هیڅ موټر تر پېښور او تورخم نه دی رسېدلی.
د راپورونو له مخي، په پېښور کي بند پاته سوداګریز موټر، چي تازه میوې، د ډبرو سکاره او له افغانستان څخه وارد سوي توکي پکښي بار دي، په ټپه ولاړ دي.
د تورخم د ګمرکي اجنټانو د اتحادیې مشر، مجیبالله وايي، چي دا ګډوډي بېسارې ده.
هغه زیاته کړه، چي د افغانستان د ډبرو سکاره چي معمولا د پنجاب فابریکو ته وړل کېږي او میوې، چي د اسلاماباد او راولپینډۍ بازارونو ته لېږدول کېږي، بند پاته دي.
د هغه په وینا، له دې وړاندي، شاوخوا ۳۰۰ موټر هره ورځ افغانستان ته د صادراتو لپاره تلل او شاوخوا ۲۵۰ موټر له وارداتو سره راتلل خو اوس دا شمېر ۱۵۰ ته راکم سوی او له اټک اخوا د لویو موټرونو تګ راتګ په بشپړه توګه بند سوی دی.