په پاکستان کي د پارلماني ټاکنو د دوو کاندیدانو پر دفترونو دوو بېلابېلو چاودنو کي لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل سوي او تر شلو زیات ټپیان سوي دي

لومړنۍ چاودنه نن چهارشنبه کوټي ته نژدې په پښین ښار کي د یوه خپلواک نوماند اسفندیار کاکړ او دوهمه هغه په قلعه سیف الله کي د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام د ګوند پر ټاکنیز دفتر سوې ده. اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د بلوچستان ایالت د چارواکو په حواله ویلي چي لومړنۍ چاودنه کي ۱۴ او دوهمه کي ۱۰ تنه وژل سوي دي. تراوسه د چاودنو مسوولیت کومي ډلي نه دی منلی، خو تر دې مخکي تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بیلتون غوښتونکو د ورته بریدونو پړه منلې ده.
په پاکستان کي سبا پنجشنبه پارلماني یا عمومي ټاکني کیږي او لسګونه زره پولیس او ملېشه ځواکونه ئې امنیت ته ګمارل سوي دي.