په پاکستان کي نن د دولسم ځل لپاره ټولټاکني تر سره کيږي

په دغه ټاکنو کي خلک د قومي او صوبايي اسمبلیو لپاره د خپلي خوښي کاندید ته رایه ورکوي. د ټاکنو د کمیسیون مشر سکندر سلطان د څلورو صوبو چارواکو ته د رایه ورکوونکو د خوندیتوب لپاره د امنیت ساتني سپارښتنه کړې ده. پر همدې مهال له پاکستانه رپوټونه وايي چي څلور پولیس هغه مهال وژل سوي او شپږ نور ټپیان سوي چي په ډیره اسماعیل خان سیمه کي ئې د موټر تر څنګ بم وچاودید. د یادوني وړ ده چي پرون هم د بلوچستان په دوو جلا جلا پيښو کي بمي چاودني وې ۲۷ کسان پکښي ووژل سول او لسګونه نور ټپیان سول.
د پاکستان ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کي ویلي، چي ټاکني به نن مازدیګر تر پنځه بجو پوري د ختمیدو خبر ورکړی وو او ویلي ئې وه چي تر ټاکلي وخت وروسته به د ټولو مرکزونو دروازې وتړل سي.