د پاکستان د راولپنډۍ په ګلبرګ سيمه کي يوې افغان کډوالي نجلۍ د شنبې په ماخستن ځان وژنه کړې ده، څراغ تلوېزيون ته سرچينې ويلي دي، چي دغه نجلۍ د يوې لوړي ودانۍ څخه ځان کښته اچولی او وژل سوې ده.
د سرچینې په حواله چي دغه وژل سوي نجلۍ د ط…البانو د راتګ سره سم دافغانستان څخه پاکستان ته تللې وه اولهلته ئې د کډوالۍ ژوند پېل کړی وو.
د دغې وژل سوي نجلۍ د هويت په اړه تراوسه پوري معلومات نه دي ورکول سوي.