د پاکستان څخه يوې باوري سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي پاکستان په پيښور ايالت کي پر يوې افغاني اته کلني کوچنۍ نجلۍ جنسي تېری سوی او وروسته وژل سوې ده.
سرچينه زياتوي، چي دغه افغان کوچنۍ نجلۍ د مدرسې څخه کور ته پر لار وه، چي نامعلومو کسانو تښتولې وه او تر ورک کېدو درې ورځي وروسته ئې جسد د يوه کور په صندوق کي پيدا سوی وو.
سرچينه وايي، چي دغه کوچنۍ نجلۍ باندي لومړۍ جنسي تېری سوی او وروسته وژل سوې وه.
پاکستاني پوليسو هم دغه پېښه منلې ده او د يادي پېښي په تور ئې يو کس نيولی هم دئ.
بايد وويل سي، چي د دې ماشومې کورنۍ د ط..البانو له واکمنېدو وروسته د بېکارۍ له کبله پاکستان ته تللې او هلته ئې دکډوالۍ ژوند پيل کړی وو.