په پاکستان کي پر چینایانو بریدونه:؛ چینایي کمپنیو د ۲ بندونو جوړولو کار ځنډولی دی

د خیبر پښتونخوا په بشام کي د چینایي انجنیرانو تر وژل کېدو وروسته د چین دوو کمپنیو په پاکستان کي د اوبو د دوو لویو بندونو داسو او دیامر باشا د جوړولو کار درولی دی.
چارواکو ویلي، د چین ګیژوبا شرکت په خیبر پښتونخوا کي د داسو بند او د پاور چینا کمپنۍ بیا د دیامر باشا بند د جوړولو چاري ځنډولي دي.
ویل کیږي چي دا مهال ۷۵۰ تنو چینايي انجنیرانو د داسو د بند په پروژه کي او ۵۰۰ نور بیا د دیامر باشا بند په پروژه کي په کار بوخت وه.
داسو بند د خیبر پښتونخوا په کوهستان او دیامر باشا بند په ګلګت بلتستان کي موقعیت لري.
راپورونه وايي، چینايي کمپنیو له پاکستاني چارواکو غوښتي دي چي د بیارغوني د دغو ساحو تر پرانیستل کېدو مخکي له نویو امنیتي پلانونو سره راسي او دغه راز د وروستي برید عاملین ژر تر ژره ونیسي.
د مارچ پر ۲۶مه، د خیبر پښتونخوا په بشام کي د برید پر مهال د پینځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ تنه ووژل سول.