په پاکستان کي څه باندي ۶ زره افغان کډوال نیول سوي دي

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي، په روان زېږدیز کال کي په پاکستان کي څه باندي ۶ زره افغان کډوال نیول سوي دي.

یو‌اين‌ايچ‌سي‌ار وايي، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسي، په پاکستان کي مېشت شاوخوا ۶۰۹۴ افغان کډوال نیول سوي یا توقیف سوي دي.

یاد سازمان په خپل راپور کي چي تازه خپور سوی ویلي، یوازي په سپتمبر میاشت کي تر ۶۳۰ زیات افغان کډوال نیول سوي دي.

د یو‌اين‌ايچ‌سي‌ار په راپور کي راغلي چي، تر ۵۴۰۰ زیات افغان کډوال په روان زېږدیز کال کي له پاکستانه ایستل سوي هم دي.

د دې راپور له‌مخي، په ۲۰۲۴ کال کي له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو تر ټولو لوړه شمېره په مې میاشت کي ده چي، ۱۳۰۰ تنه ته رسیږي او په سپټمبر کي بیا شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوال له‌دې هیواده ایستل سوي دي.

په پاکستان کي مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي، سره له‌دې چي د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو بیا هم د پولیسو له‌خوا نیول سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *