په پاکستان کې تېره میاشت تر ټولو خونړۍ وبلل سوه.

د پاکستان د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز، چي د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه راپورونه خپروي، په تازه راپور کي ویلي چې تېره اګست میاشت د ۲۰۱۸م کال له جولای را په دې خوا د دغه هېواد لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.
دغه غیرحکومتي مرکز په خپل راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په تېر اګست کې په بلوچستان ایالت کې تر معمول ډېرې امنیتي پېښې سوي، خو د ورتېرو میاشتو پرتله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې امنیتي پېښې یو څه کمې وې.
د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز زیاتوي چې د اګست میاشت د پاکستان لپاره سږ کال تر ټولو خونړۍ وه او په لړ کې یې ۲۵۴ تنه وژل سوي دي.
د دې مرکز پر اساس، په وژل سویو کسانو کې ۹۲ تنه ملکیان، ۵۴ پوځیان او ۱۰۸ د دولت وسله‌وال مخالفان دي.
په یوه تازه پېښه کي د خيبر پښتونخوا په بونېر کې وسلوالو يو سرکاري ښوونځی سوځولی او پر پولیسو يې بريد کړی دی.