په پروان او سمنګان کي د ترافیکي پيښو له امله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي وایي، په پروان ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ سوی او ۱۹ نور ټپیان سوي دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار ویلي، چي د جبل السراج ولسوالۍ د اشوبي پل ته څیرمه د‌ اب شنګ سیمه کي د یو کاسټر ډوله موټر د چپه کېدو له امله د ښځو او کوچنیانو په شمول ۱۹ تنه ټپیان سوي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه پېښه د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ او په موټر کي د تخنیکي ستونزي له کبله رامنځ‌ته سوې ده.

په خبرپاڼه کي دغه راز راغلي چي د یو بلي ترافیکي پیښي له امله چي د یاد ولایت خلازیو سیمه کي رامنځته سوې ده، یو تن مړ سوی.

بل خوا د راپورونو له مخي د سمنګان په روباط سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله شپږ کسان وژل سوي دي.

د یاد ولایت چارواکي وايي، دا ترافیکي پېښه په یاده سیمه کي د کرولا او لارۍ موټرانو د ټکر له امله رامنځ ته سوې ده.