په پروان کي د ترافیکي پېښي له امله یو کس وژل سوی دئ

په پروان ولایت کي د دوو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله یوکس وژل سوی او څلور تنه نور زخمیان سوي دي.
د پروان امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د پروان – کابل پر لویه لاره د سالنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کي یو باروړونکی ټیلر موټر د سړک څخه اوښتئ او موټر چلوونکی ئې وژل سوی.
په خبرپاڼه کي همداراز راغلي، چي په بله پېښه کي، د سیدخیلو ولسوالۍ د رسول‌داد خیلو سیمي اړوند، یو باروړونکی موټر له سراچه ډوله موټر سره ټکر کړی دئ، چی په دغه پېښه کي څلور کسان زخمیان سوي دي.