د پروان ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي چي، د داعـ.ش وسله والي ډلي دوه کسان یې وژلي او درې تنه نور یې ژوندي نیولي دي.
امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا عملیات پرون سهار د لومړۍ امنیتي حوزې په جنګل باغ سیمه کي سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، له یادو کسانو څخه یو میل راکټ، دوه میله کلاشینکوفونه او پنځه فیره د راکټ مرمۍ هم نیول سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي طـ.البان په تکرار سره ټینګار کوي چي په افغانستان کي د داعـ.ش فعالیت نسته.