په پروان کي د دوو ترافيکي پېښو له امله پنځه کسان وژل سوي

د پروان د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د‌ يکشنبې په ورځ د پروان په سالنګ ولسوالۍ کي د دوو جلاجلا ترافيکي پېښو له امله پنځه کسان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په يادو ترافيکي پېښو کي څلور تنه نور ټپيان سوي دي، چي د درملني په موخه روغتيايي مرکزونو ته لېږدول سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل سوی دئ.