په پروان کي د لواطت په تور څلورو کسانو ته تعزیري سزاګاني ورکول سوي

ستري محکمې نن اعلان وکړ چي د پروان ولایت په سید خېلو ولسوالۍ کي څلورو کسانو ته د لواطت د جرم په نوم تعزیري سزاګاني ورکړل سوي دي.

ستري محکمې پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کي ویلي چي درې کسان په یوه کال حبس او ۳۹ درو او څلورم په دوه کاله بند او ۳۹ درو محکوم سوي دي.

په بیان کي نه دي راغلي چي آیا دا سزاګاني په عام محضر کي ورکړل سوي که نه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼو کسانو ته د درو وهلو او څو نورو ته د اعدام سزاګاني ورکړل سوي.