په پروان کي د موټر د چپه کېدو له امله يو کس وژل سوی او درې نور ټپيان سوي

د پروان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د سالنګ ولسوالۍ په بابا شنګل سيمه کي د موټر د چپه کېدو په پېښه کي يو کس وژل سوی او درې نور ټپيان سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي ياده پېښه د پنج شنبې په ورځ په ياده سيمه کي رامنځ ته سوې ده.
ط..البانو ويلي، چي ياده ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.