د ط…البانو تر واک لاندي سترې محکمي په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د پروان د سيد خيلو په ولسوالۍ کي يوه ښځه او سړی ئې د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه ښځه او سړی ئې ۳۹ دورې وهلي او په دوه کاله تنفيذي بند ئې محکوم کړي دي.
ط…البانو دغه راز نن ورځ په ننګرهار کي هم دوه تنه د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي وه.
د ط…البانو له خوا په عام محضر کي د خلګو د وهلو اړوند نړۍوالو بشري سازمانو اندېښنه ښودلي او دط…البانو څخه ئې غوښتنه کړې، چي د دغه ډول تعزيري سزاګانو څخه لاس واخلي خو بيا هم د ط…البانو له خوا دغه ډول سزاوي جريان لري.
.