په پروان کي ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پروان ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي چي، د یاد ولایت په مرکز چاریکار ښار کي د وسله والو کسانو او یو کور ترمنځ په وسله واله شخړه کي دوه کسان وژل سوي او یو کس بل ژوبل سوی دی.
د یادي قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکینیار په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، پېښه د یک شنبې په ورځ یوه کور ته د وسله والو کسانو د ور اوښتلو پر مهال رامنځ ته سوې ده.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په وژل سویو کسانو کي د یاد کور یوه ښځه او یو وسله وال کس شامل دي او ژوبل کس هم د یاد کور یو غړی دی.
دا پېښه داسي مهال رامنځ ته سوې چي، تېره اوونۍ هم په خوست کي د یوې کورنۍ ۱۰ کسان د وسله والو کسانو له خوا ووژل سول.