د ط..البانو تر واک لاندي د کرني ، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسؤلين وايي، چي په دغه ولايت کښي ۱۷ تنه د کانګو په ناروغۍ مبتلا سوي دي.
د هغوی په خبره چي په ياد تعداد کسانو کښي دوه تنه د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند دلاسه ورکړی دئ او پاته ۱۵ کسان ئې د درملني په موخه په روغتون کښي بستر کړي دي.
د کانګو ناروغي يوه ويروسي ناروغي ده، چي د حيواناتو څخه انسان ته انتقالېږي.