په پنجاب کي د يوې ودانۍ نړېدو له امله ۹ تنه وژل سوي

راپورونه وايي، د پاکستان په پنجاب کي د یوې درې پوړیزي ودانۍ د نړېدو په پېښه کي ۹ تنه وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي دي.
په وژل سویو کسانو کي یوه ښځه او پنځه اولادونه يې هم شامل دي.
که څه هم تر اوسه د یادې ودانۍ د نړېدو څرنګوالی نه دی معلوم خو ویل کيږي چي ودانۍ غيرمعياري جوړه سوې وه.
ځايي مسوولينو ویلي چي په دې اړه یې پلټني رواني دي.