په پنجشیر کي د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کي یې په ۱۱ پړاونو کي ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت خرڅ کړي دي.

په پنجشیر کي د اطلاعات او کلتور ریاست په اېکس پاڼه د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم د مشر محمد قاسم امیري له قوله لیکلي، چي د خرڅ سویو زمردو له لیلام څخه یې ۱۶۱ زره او ۴۰۰ ډالره ګټه د حکومت خزاني ته ورکړې ده.

محمد قاسم امیري وايي، چي په پنجشیر کي یې ۵۹۰ تنو ته د زمردو د کانونو کېندلو جواز ورکړی او دمګړی په دغه ولایت کي د زمردو ۳۰۰ کانونه فعال دي.

د اسلامي امارت واک ته تر رسېدو وروسته په افغانستان کي، د تېلو، ګاز، ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو د کانونو اېستلو ته پاملرنه زیاته سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *