د کانونو او پټروليم رئیس محمد قاسم اميري وایي، کانونو او پټروليم وزارت د دغو کانونو د استخراج د پيل لپاره سروې او لومړنی چمتووالى بشپړ کړى دى.
د امیري په خبره؛ د دغو کانونو له استخراج سره به د پنجشیر ولایت سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره سي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، چي د کاري فرصتونو ترڅنګ به د دغو کانونو عاید په دې ولایت کي د انکشافي او نیمه پراختیايي پروژو پر پلي کېدو ولګول سي.
افغانستان د طبي زیرمو له پلوه غني هیواد بلل کېږي او باور دا دی که د وخت حاکم نظامونه له دې سرچینو سالمه استفاده وکړي نو ژر به په ځان بسیا او د نورو له احتیاجه خلاص سي.