په پنجشېر کي د پانګوالو لېوالتیا؛ په دغه ولایت کي تازه د ۲۱ ځل لپاره زمرود خرڅ سوي دي

چارواکي وایي، د ناګر په نوم د قیمتي ډبرو یوه هندي سوداګر د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کي د دغه ولایت پر کانونو د پانګوني طرحه وړاندي کړې.
دغه هندي سوداګر ویلي چي نور هندي سوداګر به هم په افغانستان کي پانګوني ته وهڅوي ځکه ډېری سوداګر د پنجشېر زمردو ته لېواله دي.
پر همدې مهال د پنجشېر ولایت چارواکي وايي، د یوویشتم ځل لپاره ۲زره ۳۵۴ قیراته زمرود په ۲ لکه ۴ زره ۹۰۰ ډالرو خرڅ سول.
د دغه ولایت د والي ویاند وايي، دغه بولۍ د کورنیو پانګوالو په حضور کي په داسي حال کي چي د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو نړیوال هندی سوداګر او د هندي میلیاردر موکیش امباني ملګری ناګر هم حاضر و، ترسره سوې ده.