په پنجشېر کي مسوولین وايي، د دغه ولایت ۳ زره ۵۴۵ قيراطه زمرد د ليلام له لاري خرڅ سوي دي

د پنجشیر د مسوولینو د معلوماتو له مخي، د پنجشیر زمرد ۳ زره ۵۴۵ قیراط د لیلام له لاري په ټولیز ډول د ۱۰۷ زره او ۴۵۰ ډالرو په ارزښت خرڅ سوي دي.

په همدې حال کي د پنجشېر وياند سيف الدين لټون د دغه ولایت د زمرد د ليلام په مناسبت جوړي سوي غونډي ته د خبرو پر مهال وويل، چي د دغه ليلام له لاري د ۲۷م ځل لپاره ۳۵۴۵ قيراط زمرد خرڅ سوي دي.

هغه څرګنده کړه چي د زمرد اته صندوقونه چي د پنجشېر له کانونو څخه استخراج سوي، د پنجشېر د کانونو د څارني د کمېټې او د ډبرو د يو شمېر سوداګرو په شتون کي د داوطلبۍ له لاري خرڅ سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *