په پنجشېر کښي د يوې ترافيکي پېښي له امله د يوې کورنۍ شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پنجشېر د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د دوشنبې په ورځ د دغه ولايت په خنج ولسوالۍ کښي د ترافيکي پېښي له امله د يوې کورنۍ دوه غړي وژل سوي او څلور تنه نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کښې ويل سوي دي، چي دغه کسان اصلي د هرات ولايت اوسېدونکي وه، چي پنجشېر ته د ميلې له پاره تللي وه.
بايد وويل سي، چي د اختر په شپو او ورځو کښي د ترافيکي پېښو ګراف خورا لوړ سوی دئ، چي له امله ئې زيات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.