په پښتونخوا کي د پاکستان پر پوځ په دوو بريدونو کي ۱۹ سرتېري ټپيان سوي دي

د پښتونخوا په سويلي وزيرستان او لکي مروت کي په دوو جلا پېښو کي د یوه افسر په ګډون د پاکستان ۱۹ سرتېري ټپيان سوي دي.
سرچینې وايي، لکي مروت کي پوځیان د یورانیم فابریکې ته روان وه، چي برید ورباندي سوی دی.
د دې پېښي ټپیان میانوالي روغتون ته وړل سوي دي.
د سويلي وزیرستان په سرویکي سیمه کي هم پر پاکستاني ځواکونو نن برید سوی چي پکښي ۱۶ امنیتي ځواکونه ټپیان سوي دي.
په ټپیانو کي د څلورو پوځیانو حالت نازک ښودل سوی دی.
تر اوسه د پيښي مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم چارواکو د پيښي وروستي جزيات شریک کړي دي.
امنیتي ځواکونو په دواړو سیمو کي چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *