په پکتيا کي د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سيالۍ ترسره سوې

د پکتيا ولايت په مرکز گردېز ښار کي د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو “يوني فايټ” سبک دوستانه سيالۍ ترسره سوې.

مسوولین وایي، دغه سیالۍ چي يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کي یې ۱۳ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماته ورکولو سره برياوي خپلي کړې.