په پکتيا کي پر یوه کس د قصاص حکم جاري سوی دی

د پکتیا مرکز ګردېز ښار په ورزشي لوبغالي کي پر یوه کس د قصاص حکم پلی سوی دی

د افغانستان ستري محکمې په یوه خبرپاڼه کي ويلي چي دغه کس د ميرزکي کړکين خولې اوسېدونکی دی د کلاشينکوف په واسطه یې، یو بل کس وژلی وو.

خبرپاڼه زياتوي چي د سرپرست حکومت درې‌ګونو نظامي محکمو ياده موضوع په کره توګه څېړلې او د اسلامي امارت مشر له تاييد وروسته پر دغه کس قصاص جاري سوی دی.

د خبرپاڼي له مخي، د مقتول کورنۍ ته د بخښني او سولي وړانديز سوی وو، خو د نه منلو او انکار وروسته د قصاص حکم پلی سوی.

د ستري محکمې د خبرپاڼي له مخي، د قصاص د حکم پلي‌کېدو مراسمو ته د کورنيو چارو سرپرست په ګډون د کابينې ځيني غړي او زرګونه عام خلک هم ورغلي وو.

ملګرو ملتونو بیا د اسلامي امارت پر دا ډول کړنو اکثره وخت نیوکه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *