د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، د کشيوال بي لوبډلي په بريا پيل سوې.
مسوولین وایي، دغه سیالۍ چي لس ورځي به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کي کشيوال بي لوبډلي خپلي سيالي غزنويانو لوبډلي ته د ۱ پر صفر گول په توپير ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.