د پکتيکا ولايت په یحی خېلو ولسوالۍ کي د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ چي ۲۵ ورځي به دوام وکړي د بازار لوبډلي په بريا پيل سوې.
مسوولین وایی، د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کي بازار لوبډلي خپلې سيالي مروت خېلو لوبډلي ته د ۳۷ منډو په توپير ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.
ځوانان وایي، دا ډول سیالۍ دوی هڅوي تر څو لوبو ته مخه کړي او په راتلونکي کي ښه وځلیږي.