په پکتیا کي د احمدزي چیلنجر لوبډلي د کرکټ اتلولي خپله کړه

د پکتیکا ولایت د بدني روزني او سپورټ امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون استازولي او برمل ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چي شل ورځي یې دوام وکړ د احمدزي چیلنجر لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبي ته احمدزي چلینجر او عمري لوبډلو لار موندلې وه.

لومړی توپوهنه احمدزي چلینجر لوبډلي ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کي یې د څلورو لوبغاړو په زیان سیالي لوبډلي ته ۱۵۴ منډي هدف کښېښودی.

بل لوري ته عمري لوبډلي د ټولو اورونو په لوبولو سره د اوو لوبغاړو په زیان سره ۱۲۰ منډي جوړي کړې او سیالي لوبډلي ته یې په ۳۴ منډو ماته ومنله.