په پکتیا کي د غره ښویدني له امله د یوې کورنۍ پنځه تنه مړه سوي

چارواکي وایي، د پکتیا ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اړوند د لکي تیکي په خوسا چینګي سیمه کي پر یوه کور غر ښویدلی چي د یوې کورنۍ پنځه غړي پکښي مړه سوي دي.
د پکتیا ولایت د طبعي پیښو پر وړاندي د مبارزې رییس نثار احمد نجات وایي، چي دغه پېښه تېره شپه رامنځته سوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کي یو کس او د هغه څلور زامن مړه سوي دي.
ده زیاته کړه، په دغه ولایت کي د وروستیو سیلابونو له کبله شاوخوا ۶۰ کورونه نړیدلي او په ځینو سیمو کي لاري او پلچکونه هم خراب سوي دي.
وروستیو اورښتونو د افغانستان په ډېری ولایتونو کي د مالي زیان تر څنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي.