په پکتیا کي د ماین چاودني شپږ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

د پکتیا مسوولین وايي، چي په دغه ولایت کي د تېرو جګړو څخه پاته سوي د راکټ مرمۍ د چاودني له امله یو کوچنی وژل سوی او پنځه نور ټپیان سوي دي.
د پکتیا د قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره ویلي چي دا پیښه د یکشنبې په ورځ د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ګلغندي سیمه کي رامنځته سوې ده.
د خبرپاڼي له مخي، چاودنه هغه مهال وسوه کله چي کوچنیانو له مرمۍ سره لوبي کولې.
د قوماندانۍ ویاند وايي، چي دا ټول کوچنیان شاوخوا لس کاله عمر لري او د پیښي د دریو ټپیانو حالت نازک دی.
دا په داسي حال کي ده چي نن په کندهار کي هم د یوې سرګلولې د چاودني له امله دوه کوچنیان وژل سوي وه.
افغانستان د هغو هیوادونو په توګه پیژندل کیږي چي د جګړې له ماینونو او چاودیدونکو توکو څخه ډیر ککړ دي، چي تل د کوچنیانو په ګډون د ډیری خلکو ژوند اخلي.