په پکتیا کي د یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتون ګټي اخیستنې ته وسپارل سو

د ځاځي اريوب ولسوالۍ په سرګل کلي کي د بهر میشتو افغانانو په شخصي لګښت يو مجهز روغتون جوړ او په خدماتو يې پيل وکړ.

د دغه روغتون د ګټي اخیستني مراسمو پرمهال د عامي روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، چي پکتیا د روغتیا په برخه کي زیات کار ته اړتیا لري، د ولایت په کچه روغتیایي خدمات او امکانات نیمګړي دي خو هڅي کوي چي په دغه برخه کي د پکتیا وګړو ته غوره خدمات وړاندي کړي.

دغه روغتون په دوه پوړونو کي په څلور جریبه مځکه کي جوړ سوی چي په یو وخت کي د ۲۲ ناروغانو د بستر وړتیا لري.