په پکتیا کي سرچینې وایي، چي د دغه ولایت د جانيخېل ولسوالۍ اړوند په رباط کلي کي یوه ځان ځان وژنه کړې ده.
د معلوماتو له مخي، دغه ځوان له ځان وژني مخکي له خپلي مور سره په یو ویډيويي پيغام کي مخه ښه کړې وه.
تر اوسه د دغه ځوان د ځان وژني لامل نه دی معلوم خو سرچینو ویلي، چي د نوموړي کورنۍ له اقتصادي ننګونو سره مخامخ ده.
له دې وړاندي تیره ورځ په کندهار کي یوې ښځي چي د واده يې شپږ میاشتي کېدلې ځان وژنه کړې وه.