په پکتیکا کي د شاوخوا اووه میلیونه افغانيو په لګښت د دوو چک‌ډېمونو چاري بشپړي سوي دي

د پکتیکا محلي مسوولین وايي چي په دغه ولایت کي د شاوخوا اووه میلیونه افغانيو په لګښت د دوو چک‌ډېمونو چاري بشپړي سوي دي.

د پکتيکا ولايت مقام په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي د خوشامند ولسوالۍ لوی زموک چک‌ډېم او د وړممۍ ډمزکي چک‌ډېم د شاوخوا ۷ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټي‌اخيستني ته سپارل سوې دي.

په خبرپاڼه کي دا هم ويل سوي چي زموک چک‌ډېم د ۵۸ متره اوږدوالی ۵,۵ متره لوړوالي او وړممۍ ولسوالۍ ډمزکي چک‌ډېم د ۷۵,۵ متره اوږدوالی او ۵ متره لوړوالی لري.

خبرپاڼه زياتوي چي د يادو دوو چک‌ډ‌ېمونو بودیجه د اوبو انرژۍ وزارت له لوري ورکړل سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *