په پکتیکا کي د لاسي بم چاودني له امله درې تنه ټپیان سوي دي

د پکتیکا امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په یحیی خیلو ولسوالۍ کي یو بم د ماشومانو د لوبو پر مهال چاودلی چي پر مهال یې در تنه ټپیان سوي دي.
د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخي ټپيان دوه ماشومان او یوه ښځه ده چي د روغتیايي وضعیت په اړه یې لا تر اوسه ډاډ نه دی تر لاسه سوی.
ناچاوده توکي او پخواني ښخ کړل سوي ماینونه لا هم د افغانستان په ډېری ولایتونو کي د خلکو پر وړاندي لوی ګواښ دی چي اکثره وخت مرګ ژوبله اړوي.
خلک غوښتنه کوي چي په ټولو تر خطر لاندي سیمو کي باید د ماین پاکۍ ټیمونه په کار وګمارل سي او ساحې له ناچاوده توکو څخه پاکي سي.