سیمهییزو سرچینو ویلي، چي د پکتیکا ولایت په سره روضه ولسوالۍ کي لېوانو د یوه مالدار ۶۵ سره کورني څاروي داړلي دي.
دغه پېښه وړمه شپه شاوخوا یوه بجه د موسی خېل په سیمه کي رامنځته سوې او هلته لېوانو پر یوې رمه حمله کړې وه.
د مومن شاه په نوم مالدار رسنیو ته ویلي، چي د لېوانو په دې برید کي لسګونه پسونه، وزې او لنګي مېږي مړې یا ټپیاني سوي دي.
هغه زیاته کړې چي له پېښي وروسته ځینو سیمهییزو اوسېدونکو یو شمېر لېوان هم ویشتلي دي.
دا پېښه داسي مهال سوې چي د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په ژمي کي هم ورته پېښه په میدان وردګ ولایت کي رامنځته سوې وه او لېوانو شاوخوا ۱۵ پسونه داړلي وه.
د یادوني ده چي دا ډول حملې نه یوازي مالدارانو ته اقتصادي زیان رسوي، بلکي د سیمهییزو اوسېدونکو امنیت ته هم خطر دی.