په ځینو سویلي ولایتونو کي د سیمه‌ییزو ټولګیو تړلو په اړه یونېسف وايي، روان وضعیت په دقیقه څېړي

له هغه خبر وروسته چي طالبانو د افغانستان په یو شمېر سویلي ولایتونو کي د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ سیمه‌ییز ټولګي وتړل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف د رسنیو دفتر ویلي، د افغانستان په سویلي ولایتونو کي روان وضعیت په دقیقه توګه څېړي او ژر به یې پایلي له رسنیو سره شریکي کړي.

یو شمېر سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چي په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کي سلګونه سیمه‌ییز ټولګي چي د یونېسف، اروپايي ټولني، د ناروې د کډوالو د شورا، نړیوال بانک او نورو نړیوالو بنسټونو له‎‌خوا تمویلېږي د پوهني وزارت په حکم تړل سوي دي.

حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندي يې په کندهار او هلمند کي يو شمېر سيمه‌ييز ټولګي چي د نړيوالو موسسو له‌خوا تمويلېدل، تړلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *