د ټولګټو وزارت وايي چي د هیواد په شپږو ولایتونو کي درنې واوري د تګ راتګ لاري بندي کړي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چي میدان وردګ، بامیان، غور، دایکندي، سرپل او فاریاب هغه ولایتونه دي چي د تګ راتګ ځيني لاري یې د ترافیکو پر مخ تړل سوي دي.
د دې خبرپاڼي له مخي، د درنو واورو له امله د بامیان ولایت د پنجاب-اب قول کرمان، شاطو کوتل، قوناق کوتل، دره پنجاب سیاه، پل بندشوی او حاجي ګک کوتل لاري د لنډمهال لپاره د ترافیکو پرمخ تړل سوي دي.
چارواکو ویلي چي د غور ولایت د بندبکک، بند لعل، بند بایان او کرمان، تلخک او بند غوک لاري هم د ترافیکو پرمخ تړل سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د هیواد یو شمېر مرکزي او لوېدیځ ولایتونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د درنو واورو شاهد وو.