په چين کي یو کس د روغتون پر کارکوونکو برید کړی ۲۳ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وایي، یو کس د چين په سویل لویدیځ د ژینژیونګ په سیمه کي د یوه روغتون پر کارکوونکو برید کړی دوه تنه وژل سوي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي.
چارواکو ویلي، دغه پېښه تېره ورځ رامنځ ته سوې، برید کوونکی ۴۰ کلن دی او روغتون ته څېرمه اوسېدی.
ویل کیږي چي برید کوونکي د چاقو په وسیله خلکو ته مرګ ژوبله اړولې خو تر اوسه د دې برید انګېزه نه ده څرګنده سوې.
د چین په عامه ځایونو کي دا ډول پيښي ډیري لږ تر سره کیږي او له دې وړاندي تیر کال د یونان په ایالت کي یوه کس د چاقو په وسیله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.