په چک جمهوریت کي د چاقو په برید دوې ښځي وژل سوي دي

د چک جمهوریت چارواکي وايي، د پنجشنبې په ورځ په یوه سوداګریز مرکز کي د چاقو په وسیله برید کي دوې ښځي وژل سوي دي.
اسوشیټید پریس د پولیسو له قوله وايي، چي دوی د پراګ په ختیځ کي د هرادیک کرالو په ښار کي په یوه پلورنځي کي د چاقو برید په تړاو یو شکمن ځوان نیولی دی.
د وژل سوو ښځو هویت لا تر اوسه نه دی څرګند سوی، خو د برید له ځایه شاوخوا یو کیلومتر لیري یو ۱۶ کلن چکي وګړی د پولیسو له خوا نیول سوی دی.
د برید انګېزه لا تر اوسه نه ده معلومه سوې.