په چین کي پولیس وایي د دې هیواد په ختیځ کي په یو مسلکي ښوونځي کي د چاقو په برید کي لږ تر لږه اتنه تنه وژل سوي او ۱۷ نور ټپيان سوي دي.
د پولیسو په اعلامیه کي ویل سوي چي دا پیښه په سیمه ایز وخت شنبه ماښام د هنرونو او ټکنالوژۍ په مسلکي انسټیټوټ کي سوې ده.
پولیسو ویلي چي بریدګر د همدې ښوونځي یو پخوانی زده کوونکی وو چي عمر یې ۲۱ کاله وو او ټاکل سوې وه چي په روان میلادي کال کي فارغ یوی وای خو په آزموینو کي ناکام سوی وو.
د پولیسو په وینا، د برید په هکله یې پلټني لا رواني دي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چي دا زده کوونکی ښایي په ښوونځي کي د ستاژ دورې پر مهال زده کوونکو ته د معاوضې ورکولو پر سر ناخوښ سوی وي.
په چین کي د تشدد داسي پیښي چي د چاقو څخه پکښي کار اخیستل کیږي، معمولاً کیږي ځکه چي حکومت پر وسلو جدي کنټرول لګولی خو داسي پیښي بیا ډیري لږ کیږي چي ډیر کسان پکښي وژل سوي وي.