په چین کې یوې خونړۍ چاودنې ۲ تنه وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي

دولتي رسنیو او چارواکو د چهارشنبه په ورځ وویل چې د چین په شمالي ولایت هیبي کې په یوه رستورانت کې د ګاز د لیک له امله چاودنه رامنځته سوې چي دوه کسان یې وژلي او 26 نور یې ټپیان کړي دي

د اور وژنې چارواکو په یوه بیان کې وویل چې اور تر کنټرول لاندې راوستل سوی، او زیاته یې کړه چې 36 موټر او 154 کسان سیمي ته استول سوي ترڅو د بند کسانو ژوند وژغوري

د چین په یوه خوړنځي کي د ګازو وروستۍ وژونکې چاودنه وروسته له هغې کیږي چې حکومت تیر کال د خوندیتوب د خطرونو مخنیوي لپاره د ګازو وسایلو کارولو په اړه مفصل لارښودونه صادر کړل.