په کابل کي درې تنه د الوتکو د پرزو سره نیول سوي دي

دفاع وزارت وايي، په کابل کي درې تنه د الوتکو له ۱۲۸ پرزو او ګڼو پوځي مهماتو سره نیول سوي دي، چي شاوخوا یو میلیون ډالر ارزښت لري.
دفاع وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي چي دغه کسان د یاد وزارت د منسوبینو له لوري د یو لړ کشفي راپورونو پر اساس نیول سوي دي.
یاد وزارت وايي، چي د نیول سویو کسانو سره ۱۲۸ د الوتکو بېلابېلي پرزې، ۸ تفنګچې، ۲۵ پایې مخابرې، ۴ تخته باروت او ځیني نور توکي نیول سوي دي.
چارواکي وایي، نیول سوي کسان د لا زیاتو څېړنو په موخه اړوندو ادارو ته سپارل سوي دي.
د نیول سویو کسانو په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي ورکړل سوي چي څوک دي او څنګه یې دغه پرزې تر لاسه کړي وې.