په کابل کي د امنیتي کسانو سره په نښته کي درې تنه غله وژل سوي دي

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نن د کابل ښار ۵ مي حوزې اړوند افشارو سیمه کي غلو له یوه کور څخه د ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت طلا غلا کړې وه خو د پولیسو سره مخ سوه.
هغه پر اېکس لیکلي چي درې تنه غله د پولیسو سره په نښته کي وژل سوي او یو بل غل په ټپي حالت کي نیول سوی.
د هغه په وینا، غله د کارته مامورین په سیمه کي وژل سوي او له هغوی څخه طلا، موټر او دوه میله توپنچې هم تر لاسه سوي دي.
دغه غله پر داسي مهال وژل کیږي چي د کابل په ډېری سیمو کي د غلا د پېښو خبرونه ورکول کیږي او خلک وایي، غله اکثره له ځان سره وسلې لري.