په کابل کي د څه کم یو ملیارد افغانیو په ارزښت د پروژې چاري پيل سوې

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له خوا په کابل کي د ښاروالۍ اړوند د دریو پروژو چاري پيل سوې.
د اقتصادي معاونیت خبرپاڼه وایي، په دې پروژو کي د خیرخاني کوتل سړک د دویم لاټ چاري، له شهید څلورلاري تر قصبې د سړک لومړۍ برخي او د هوايي ډګر له څلورلاري تر ګمرک پوري د سړک جوړول شامل دي.
ملا برادر اخوند د یادو پروژو د پرانیستلو پر مهال ویلي، چي کابل ښاروالي د ښار د ښکلا او نظم په موخه هڅي زیاتي کړي چي په ترڅ کي یې د پخوا په پرتله د ښار بڼه منظمه سوې.
د هغه په وینا، پر دغه پروژو څه کم یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي چي پر ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره به بشپړي سي.