جاو شينګ پرون له مولوي عبدالکبیر سره تر لیدني وروسته په خپل اېکس کي لیکلي، چین به د سل سلني تعرفې پرځای افغانستان ته صفر فیصده تعرفه وړاندي کړي.
د چین د ګمرکونو د معلوماتو له مخي، افغانستان تېر کال چین ته د ۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، چي نږدې ۹۰ سلنه یې جلغوزي دي.
طالبانو ویلي دي د بهرنیو پانګوالو د راجلبولو په لټه کي دي، چي د افغانستان د اقتصاد په پرمختګ کي مرسته وکړي او د هیواد له معدني شتمنیو ګټه پورته کړي.
د معلوماتو له مخي په کابل کي د چین سفیر تېر سپټمبر کي له ګومارل کېدو راهیسي د کانونو، تېلو، سوداګرۍ او سیمه ییزو اړیکو له مسوولینو سره د لیدنو انځورونه خپاره کړي دي.